فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۴ل)

 د فايننشل ټايمز بریتانوي ورځپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي، چې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه اي چې په ۱۹۸۹ کال کې د روح اللّٰه خميني له مړینې وروسته د مشرتابه مجلس له لوري د هغه ځای ناستی وټاکل شو، په پیل کې یې ځان د دې مقام لپاره وړ نه باله، خو وروسته د معاصر ایران له تر ټولو اوږدمهالو واکمنانو څخه شو.

راپور وایي، خامنه‌يي ۸۶ کلنۍ کې د امریکا او اسرائیل په ګډو هوايي بریدونو کې ووژل شو، او د هغه ۳۷ کلنه مشري د لوېدیځ او اسرائیلو پر وړاندې د سخت دریځ سیاستونو له امله وپېژندل شوه.

د راپور له مخې، د خامنه‌يي بهرنۍ تګلاره د امریکا او اسرائیلو پر ضد د دایمي تقابل پر محور راڅرخيده او هغه د سیمې په هېوادونو کې د نیابتي ډلو په پیاوړتیا سره د ایران نفوذ پراخ کړ. نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې له نړیوالو قدرتونو سره اټومي تړون د “اتلانه نرمښت” په نوم ومانه، خو کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ په ۲۰۱۸ کال کې له تړونه ووت، خامنه‌يي دا کار د واشنګټن د نه باور وړ چلند ثبوت وباله.

ورځپاڼه زیاتوي، چې د کلونو بندیزونو، اقتصادي ستونزو او سیاسي محدودیتونو له امله په ایران کې پرله‌پسې لاریونونه وشول او د واکمن نظام او ولس ترمنځ واټن ژور شو.

راپور همداراز لیکي، چې خامنه‌يي د اسلامي جمهوریت بقا خپله لومړیتوب بلله او د اسلامي انقلابي ګارد ځواک یې د هېواد تر ټولو پیاوړې پوځي، سیاسي او اقتصادي بنسټ وګرځاوه.

مربوطه مطالب

Back to top button