عباس عراقچي: د جګړې وخت او پای به ایران خپله ټاکي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د روانې جګړې وخت او پای به ایران خپله ټاکي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران څوپوړیز دفاعي سیستم تهران ته دا وړتیا ورکوي، څو د جګړې بهیر په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې وساتي.

د هغه په وینا، د پلازمېنې پر بمبارۍ سربېره هم د هېواد پوځي وړتیا او عملیاتي ظرفیت ته زیان نه دی اوښتی.

عراقچي ټینګار کړی، چې ایران به د خپلو ملي ګټو او امنیت د خوندي کولو لپاره لازم اقدامات وکړي او د بهرنیو فشارونو تر اغېز لاندې به پرېکړه ونه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button