سپاه پاسداران: په بحرین کې د امریکا «الشیخ عیسی» هوايي اډه مو په توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو وویشتله

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک (سپاه پاسداران) اعلان کړی، چې د دوی سمندري ځواکونو نن سهار وختي په بحرین کې د امریکا «الشیخ عیسی» هوايي اډه په توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په نښه کړې ده.

د یاد ځواک په وینا، دغه برید د پوځي هدفونو پر ضد ترسره شوی دی.

سپاه پاسداران زیاته کړې، چې د بحرین په امریکايي اډه کې یې د قومندانۍ اصلي ودانۍ او د لوی درستیز دفتر په ۲۰ بې‌پیلوټه الوتکو او درېیو توغندیو وویشتل.

د دوی د ادعا له مخې، په دې برید کې د اډې د سون توکو زېرمتونونو ته هم اور لګېدلی دی.

تر اوسه د یادې پېښې په اړه د امریکا یا بحرین چارواکو رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button