اسراییلي رسنۍ: له لبنان څخه ۱۰۰ توغندي او بېپیلوټه الوتکې توغول شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)
اسراییلي رسنیو راپور ورکړی،چې د چهارشنبې په ورځ د لبنان له خاورې څخه شاوخوا ۱۰۰ توغندي او بېپیلوټه الوتکې توغول شوي دي.
د راپورونو له مخې، یاد توغندي او ډرونونه د ورځې په اوږدو کې په بېلابېلو پړاوونو کې ویشتل شوي؛ خو د احتمالي زیانونو او مرګژوبلې په اړه تر اوسه جزییات نه دي خپاره شوي.
په ورته مهال د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د دغو بریدونو مسؤولیت منلی او ادعا یې کړې، چې د حیفا بندري ښار په ګډون یې د اشغالي فلسطین ګڼې سیمې په نښه کړي دي.



