د وعد صادق ۴ عملیاتو ۱۷مه څپه؛ ایراني ځواکونو اشغالي فلسطین کې صهیونیستي او عربي هېوادونو کې امریکایي اهداف په نښه کړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک سپاه پاسداران انقلاب اسلامي اعلان کړی،چې د «وعد صادق ۴» عملیاتو په لړ کې یې د دې عملیاتو اوولسمه څپه ترسره کړې ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې څپه کې د اشغالي فلسطین په بېلابېلو سیمو کې صهیونیستي اهداف او همداراز په ځینو عربي هېوادونو کې امریکایي پوځي تاسیسات په نښه شوي دي.
ایراني سرچینو ویلي، په یادو بریدونو کې له توغندیو او بېپیلوټه الوتکو کار اخیستل شوی او ټاکلي اهداف په دقیقه توګه ویشتل شوي دي.
خو تر اوسه د اوښتو احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه کره مالومات نه دي خپاره شوي.
بل لور ته، د اسراییلو او امریکا له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې وروستۍ پوځي ترینګلتیاوې زیاتې شوې او د احتمالي پراخې جګړې په اړه اندېښنې لا ډېرې شوې دي.



