کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران انګلیسي ژبې ورځپاڼې “تهران ټایمز” په یوه تازه تبصره کې لیکلي، چې ایران به خپل شهید شوی رهبر خاورو ته وسپاري؛خو ایراني ځواکونه به ډېر ژر په داسې بڼه بېرته را څرګند شي،چې امریکا- اسراییل یې تصور هم نه شي کولای.
په تبصره کې ټینګار شوی،چې ایران نور د اسراییلو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او د تل ابیب پر تباهۍ فکر کوي.
لیکنه زیاتوي چې سیمه د نویو تحولاتو پر لور روانه ده او ایران به د خپلو دښمنانو پر وړاندې نور هم پیاوړی دریځ خپل کړي.
تر اوسه د یادې تبصرې په اړه د امریکا-اسراییلو له لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.


















