وعد صادق ۴ عملیات؛ په تل ابیب کې د صهیونیستي رژیم پر ضد د ایراني ځواکونو پراخ او ځپونکي بریدونه دوام لري

(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۴ل)

د «وعد صادق ۴» تر نوم لاندې د ایران له لوري پيل شوي عملیات د صهیونیستي رژیم په پلازمېنه تل ابیب کې لا هم په پراخه کچه روان دي.

راپورونه وايي، چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو له لوري توغندیز او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه د رژیم مهمو پوځي او امنیتي مرکزونو ته رسېدلي او درانه زیانونه یې اړولي دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د دغو عملیاتو په وروستیو څپو کې د صهیونیستي رژیم ګڼې ستراتیژیکې موخې په نښه شوې دي.

عیني شاهدان د پرله‌پسې چاودنو، د هوايي دفاعي سیستمونو د ناکامۍ او د ښار په بېلابېلو برخو کې د وېرې او ګډوډۍ راپورونه ورکوي.

پوځي شنونکي باور لري، چې دا عملیات د صهیونیستي رژیم لپاره درنه ضربه بلل کېږي، ځکه چې د ایران پرمختللې توغندیزې وړتیاوې او دقیقه هدف‌ نیونه د رژیم دفاعي چتر تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

ویل کېږي، چې د دغو بریدونو له امله نه یوازې مادي زیانونه اوښتي، بلکې د پوځ او حکومت دننه یې هم د کمزورۍ انګېرنه پیاوړې کړې ده.

بل پلو، ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې دا عملیات به تر هغه وخته دوام ومومي څو،چې د دوی په وینا «د اشغالګر او ترهګر رژیم تېري او جنایتونه» پای ته نه وي رسېدلي.

د دوی په خبره، دا بریدونه د ځواب ویلو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکي انځورونه او ویډیوګانې ښيي،چې د تل ابیب په ځینو سیمو کې اورلګېدنې رامنځته شوي او له ودانیو لوګي پورته کېږي، د بېړنیو خدماتو ډلې په چټکۍ سره سیمو ته رسېدلي دي.

کارپوهان وایي، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ښایي سیمه له یوې نوې پوځي مرحلې سره مخ شي؛ خو د ایراني ځواکونو مرال او چمتووالی د دې ښکارندویي کوي چې دوی د اوږدمهاله تقابل لپاره بشپړ چمتوالی لري.

مربوطه مطالب

Back to top button