پر اسرائیلو د ایران د تېرې شپې بریدونه؛ پراخ ځاني- مالي زیانونه اوښتي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران له لوري د تېرې شپې په ترسره شويو بریدونو کې د صهیونیستي رژیم په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د پلازمینې تل ابیب او شاوخوا ښارونو کې پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د راپورونو له مخې، ایراني ځواکونو په دغو بریدونو کې داسې پرمختللې وسلې او توغندي کارولي، چې تر دې وړاندې په عملیاتو کې نه وو کارول شوي.
پوځي سرچینې وایي، ځینې دغه وسلې د لوړ سرعت او دقیق هدف ویشتلو وړتیا لري، چې د صهیونیستي رژیم د دفاعي سیستمونو د خنثی کولو لپاره طرحه شوي دي.
همدارنګه د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي اړوند سرچینو ادعا کړې چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې د سیمې په یو شمېر عربي هېوادونو کې د امریکا اړوند پوځي او غیر پوځي اهداف هم څو ځله په نښه کړي دي.
سرچینې زیاتوي چې د بریدونو له امله په ګڼو سیمو کې درنې چاودنې رامنځته شوې، ځینې ودانۍ زیانمنې شوې او د بیړنیو مرستو ډلې د پېښو ځایونو ته رسېدلې دي.
شنونکي باور لري چې د دغو بریدونو پراخوالی او د نوې ټکنالوژۍ کارول ښيي چې جګړه نوې مرحلې ته داخلېږي او د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې پېچلی کېدای شي.



