د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر: د پوځ ناکامې پالیسۍ پاکستان له جدي خطر سره مخ کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایلت اعلی وزیر “سهیل افریدي” ویلي، چې د پاکستاني پوځ د ناکامو پالیسیو له امله نه یوازې خیبر پښتونخوا بلکې ټول پاکستان له جدي امنیتي او سیاسي خطرونو سره مخ شوی دی.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې اوسنی وضعیت تر دې کچې رسېدلی چې د ستونزو د حل روښانه لاره نه تر سترګو کېږي او هره ورځ کړکېچ لا پسې پراخېږي.
هغه ټینګار کړی، که د پاکستان پوځ په خپلو پالیسیو له سره غور ونه کړي او بدلون رانه ولي، نو هېواد به له لا جدي ننګونو او احتمالي ماتې سره مخ شي.
د نوموړي په خبره، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي او سیاسي ستونزو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او دا حالت ښيي چې اوسني تګلارې بریالۍ نه دي.



