د افغان او مالیزیایي لومړیو وزیرانو تلیفوني خبرې؛د افغانستان – پاکستان پر وروستي وضعیت خبرې شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت ویاند “ذبیح الله مجاهد” د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان مالیزیایي لومړيو وزیرانو ملامحمد حسن اخند او محمد انور ابراهیم د ټیلیفون له لارې د سیمې د وروستي وضعیت، په ځانګړي ډول د پاکستان له لوري پر افغانستان د نظامي تېري په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.
د افغان لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند په وینا سیمه کې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او د هېوادونو د حریم نقض او د ملکي وګړو وژل د غندنې وړ عمل دی.
نوموړي ټینګار کړی،چې د زور کارول او د ملکي وګړو په نښه کول ستونزې نه شي حل کولای. هغه ویلي، د اسلامي امارت اصولي دریځ دا دی چې د تفاهم او مذاکراتو له لارې د ستونزو په حل باور لري؛ خو که پر افغانستان تېری وشي، د خپلې خاورې او ولس دفاع خپل مشروع حق ګڼي.
له بلې خوا د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم هم د سیمې پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان- پاکستان ترمنځ وروستي حالات خواشینوونکي دي.
هغه هیله څرګنده کړې چې دا کړکېچ به د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.
د مالیزیا لومړي وزیر زیاته کړې چې هېواد یې هڅه کوي له دواړو لوریو سره په تفاهم کې خپل عملي رول ولوبوي.



