د خلیج څو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې د ایراني ځواکونو تر سختو بریدونو لاندې دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ کب، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې د ایران وسله وال پوځ د خلیج په یو شمېر هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو پراخ او ځپونکي بریدونه پیل کړي دي.

د معلوماتو له مخې، په متحده عربي اماراتو، بحرین، عراق او کوېټ کې د امریکایي ځواکونو پوځي اډې د ایراني توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له لوري په نښه شوې دي.

ویل کېږي چې په ځینو سیمو کې پرله‌پسې چاودنې اورېدل شوې او د اډو شاوخوا سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ځینې سرچینې وایي، دغه بریدونه سیمه کې د امریکایي پوځي حضور پر مهمو مرکزونو متمرکز دي او د امریکا ځواکونو ته یې د پام وړ زیانونه اړولي دي؛خو د اوښتو زیانونو کره جزییات لا نه دي خپاره شوي.

بل لور ته راپورونه ښيي چې د دغو بریدونو له امله په یادو اډو کې بېړني حالت اعلان شوی او امریکایي ځواکونه د خپلو تاسیساتو د ساتنې لپاره په لوړ چمتووالي کې دي.

ایراني سرچینې ټینګار کوي چې دا بریدونه د وروستیو تحولاتو په ځواب کې ترسره شوي او ښايي د سیمې په کچه د پوځي فشار دا لړۍ لا هم پراخه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button