د «وعد صادق ۴» عملیاتو ۱۹مه څپه؛ تل ابیب او د اشغالي فلسطین نورې سیمې د ایراني توغندیو تر سختو بریدونو لاندې دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایراني پوځ او د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” اعلان کړی، چې د «وعد صادق ۴» عملیاتو نولسمه څپه یې پیل کړې ده، چې له مخې یې د اشغالي فلسطین په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول صهیونیستي پلازمېنه تل ابیب باندې پرلهپسې توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه روان دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې څپه کې د صهیونیستي رژیم مهم امنیتي، استخباراتي او نور پوځي اهداف په نښه شوي او په ګڼو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
راپورونه وایي چې د تل ابیب او شاوخوا ښارونو اوسېدونکي یو ځل بیا د خطر زنګونو له اورېدو وروسته پناه ځایونو ته تښتېدلي دي.
ایراني سرچینې ټینګار کوي، چې د دغو عملیاتو نوې څپه د پخوا په پرتله پراخه او لا پیاوړې ده او د صهیونیستي رژیم دفاعي سیستمونه یې تر سخت فشار لاندې راوستي دي.
د دوی په وینا، د ایران توغندیز ځواک لا هم په لوړ چمتووالي کې دی او د اړتیا په صورت کې به نور بریدونه هم ترسره شي.
بل لور ته راپورونه ښيي، چې د پرلهپسې بریدونو له امله د صهیونیستي رژیم د پوځ او اوسېدونکو مورال سخت زیانمن شوی او په ډېرو سیمو کې د وېرې او ګډوډۍ فضا رامنځته شوې ده.
ایراني چارواکي وايي، دا عملیات به تر هغه دوام ولري څو د صهیونیستي رژیم پر وړاندې ټاکل شوي اهداف بشپړ شوي نه وي.


