تحریک طالبان پاکستان خپل نوي کلني عمليات د «خیبر» په نوم اعلان کړل

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ کب، ۱۴۰۴ل)

د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشرتابه اعلان کړی چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال لپاره به خپل نوي کلني عملیات د «خیبر» په نوم ترسره کړي.
د یاد تحریک ویاند محمد خراساني د جمعې په ورځ (د مارچ ۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د «الخندق» په نوم پخواني عملیات له پای ته رسېدو وروسته، د مشرتابه د پرېکړې له مخې نوی پړاو د «خیبر» عملیاتو په نوم پیل شو.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو عملیاتو نوم د اسلامي تاریخ د «خیبر غزا» ته په اشارې غوره شوی او د دوی په وینا، دا نوم د حق او باطل ترمنځ د تاریخي جګړو له الهام څخه اخیستل شوی دی.
تحریک طالبان پاکستان وايي چې دغه نوم د اوسني وضعیت او د دوی د مبارزې د نوې مرحلې د بیان لپاره ټاکل شوی دی.
د اعلامیې له مخې، د «خیبر» عملیات به د روان کال په اوږدو کې دوام وکړي. تر اوسه د پاکستان حکومت د دې اعلان په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button