عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې جګړه د اسلام- کفر ترمنځ جګړه ده اُمت دې بې تفاوته نه پاتې کېږي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ کب، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید بدرالدین عبدالملک حوثي” ویلي، چې فلسطین د اسلامي امت د ساتنې لومړۍ کرښه ده او ټول امت باید د غزې ترڅنګ داسې ودرېږي لکه څنګه چې امریکا د صهیونیستي رژیم ملاتړ کوي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د ایران پر وړاندې روانه جګړه یوازې یو سیاسي شخړه نه ده، بلکې د اسلام او کفر، د حق او باطل، د مسلمانانو او کافرانو او همدارنګه د متجاوزینو او مظلومانو ترمنځ جګړه ده.

حوثي زیاته کړې، چې د یمن ولس او د دغه هېواد وسله وال ځواکونه به تر وروستي شیبو د فلسطیني او ایراني ولسونو تر څنګ ولاړ وي او د هغوی ملاتړ ته به دوام ورکوي.

هغه امریکا او صهیونیستي رژیم ته خبرداری ورکړی، چې پر ایران
برید به امریکا اوصهیونیستي ریژیم ته جدي او ناوړه پایلې ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button