قالیباف: د «ابراهام لینکلن» بېړۍ د ایراني بریدونو له وېرې تښتېدلې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران د اسلامي شورا مجلس رئیس “محمدباقر قالیباف” ویلي، چې امریکا د «ابراهام لینکلن» جنګي بېړۍ په اړه ډېر تبلیغات کول څو پر ایران فشار زیات کړي؛ خو دغه بېړۍ د لومړي برخورد پر مهال له ایراني توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو سره د مقابلې ډګر پرېښود.

قالیباف ویلي، چې دغه بېړۍ د جګړې له صحنې شاته شوه او ونه توانېده چې د ایران د پوځي ځواک پر وړاندې مقاومت وکړي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا هڅه کوي د پوځي ځواک په ښودلو سره پر ایران فشار راولي؛ خو خبره یې د ایران وسله وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې د ځواب ویلو بشپړ توان لري.

مربوطه مطالب

Back to top button