عباس عراقچي: د امریکا د چټکې پوځي بریا «الف» پلان له سترې ماتې سره مخ شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ته په خطاب کې ویلي، چې د چټکې پوځي بریا لپاره د هغه «الف» پلان ناکام شوی او له سترې ماتې سره مخ دی.

عراقچي دغه څرګندونې په خپل پیغام کې پر ایکس (پخوانی ټوېټر) کړې دي. نوموړي لیکلي: «ښاغلی ولسمشره! ستاسو لومړنی پلان نتیجه ورنه کړه.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، که چېرې امریکا خپل «ب» پلان عملي کړي، نو هغه به هم د پخواني پلان په څېر، بلکې تر هغه هم له سترې ماتې سره مخ شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا په وروستیو کې لا زیاته شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button