هند د ایران یوې جنګي بېړۍ ته د کوچي بندر کې د تمېدو اجازه ورکړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې یوې ایراني جنګي بېړۍ ته یې د دغه هېواد په سوېل لوېدیځ کې د «کوچي» بندر کې د تمېدو اجازه ورکړې ده.
د «نیویارک ټایمز» د راپور له مخې، دغه بېړۍ له دوو ورځو راهیسې په هندي بندر کې ولاړه ده.
د راپور له مخې، دا بېړۍ د «آیریس لافان» په نوم یادېږي او له «آیریس دینا» په نوم بلې ایراني بېړۍ سره یوځای روانه وه.
ویل کېږي چې «آیریس دینا» د مارچ په څلورمه د سریلانکا ساحل ته نږدې د امریکا یوه اوبتل له لوري د تورپیډو په برید کې زیانمنه شوې ده.
سرچینې وایي چې دغه بېړۍ د څو اړخیزو سمندري تمرینونو له ترسره کېدو وروسته روانې وې، هغه تمرینونه چې هند کوربهتوب کړی و. هند همداراز د دې بېړیو عملې ته پر وچې د لنډمهالي مېلمستیا اسانتیاوې برابرې کړې دي.



