ټرمپ: دفاعي شرکتونه به پنټاګون لپاره د پرمختللو وسلو تولید څلور چنده زیات کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۴ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د دفاعي صنعت لویو شرکتونو موافقه کړې چې د پنتاګون لپاره د پرمختللو وسلو تولید څلور چنده زیات کړي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د جمعې په ورځ یې د څو سترو دفاعي شرکتونو له مشرانو سره لیدنه وکړه.

ټرمپ ویلي چې په دې غونډه کې د «بي اې اې سيستمز»، «بوینګ»، «هاني‌ویل»، «اېل۳ هاريس»، «لوکهیډ مارتین»، «نورثروپ ګرومن» او «رېتیون» شرکتونو اجرایوي رئیسانو برخه اخیستې وه.

د هغه په وینا، د وسلو د تولید د پراخېدو بهیر له غونډې درې میاشتې مخکې پیل شوی او د فابریکو جوړول او د وسلو تولید لا دمخه روان دی.

هغه په خپل ټولنیز پلیټفارم «ټروت سوشیال» کې ویلي چې امریکا د منځني او درنو مهماتو نږدې نامحدود زېرمه لري چې په بېلابېلو عملیاتو کې کارول کېږي، خو د اړتیا له امله یې د دغو وسلو لپاره نوي فرمایشونه هم زیات کړي دي.

ټرمپ زیاته کړې چې له دفاعي شرکتونو سره به بله غونډه دوه میاشتې وروسته ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button