امريکايي ليکوال: د امریکا او ایران د جګړې تر ټولو لوی ګټونکي ښايي روسیه او چین وي، نه امریکا

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د امریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ليکوال او شنونکي مکس بوټ په یوه تحلیلي مقاله کې ویل شوي چې د امریکا او ایران د روانې جګړې تر ټولو لوی ګټونکي ښايي روسیه او چین وي، نه امریکا. نوموړي لیکلي چې د جګړې له پیل سره د نفتو بیې لوړې شوې او دا چاره د روسیې اقتصاد ته ګټه رسوي، ځکه مسکو د نفتو له صادراتو خپل عاید زیاتوي او د جګړې لګښتونه پرې تمویلولی شي.
په مقاله کې راغلي چې امریکا په دې جګړه کې د خپلو توغندیزو زېرمو د چټک مصرف له ستونزې سره هم مخ ده، په داسې حال کې چې اوکراین ورته وسلو ته اړتیا لري او په آسیا کې د چین د مخ په زیاتېدونکي ځواک پر وړاندې هم د دفاع اړتیا موجوده ده.
لیکوال ټینګار کوي چې د منځني ختیځ جګړې د امریکا پام او سرچینې له مهمو نړیوالو سیالیو، په ځانګړي ډول له چین سره له اقتصادي او پوځي سیالۍ، څخه اړوي.



