عراقچي: روانه جګړه تحمیلي ده؛له امریکا سره خبرې نور زموږ په اجنډا کې نشته

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له اسرائیلو او امریکا سره روانه جګړه پر ایران تحمیل شوې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران د خپل ولس او خاورې د دفاع مشروع حق لري.

د عراقچي په وینا، د سیمې ناامنۍ ته د امریکا او اسرائیلو ناوړه کړنو لاره هواره کړې او همدا وضعیت د دې لامل شوی چې د تېلو ټانکرونه او سوداګریزې بېړۍ د هرمز تنګي له لارې له تېرېدو وېره ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د اوسنیو شرایطو له مخې ښايي نور له امریکا سره خبرې اترې د ایران د سیاست په اجنډا کې شاملې نه وي.

عراقچي ټینګار کړی، چې ایران به د خپل ملي حاکمیت او امنیت د ساتنې لپاره خپلو دریځونو ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button