د ایران وسله وال پوځ د ټرمپ ادعاوو ته ځواب کې؛ امریکا د خپلې ماتې پټولو هڅه کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ (سپاه پاسداران) د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د ایران د ځواک له منځه وړلو په اړه د ټرمپ ادعاوې دروغ دي او هدف یې د جګړې له فشار څخه تېښته ده.

سپاه پاسداران ویلي، چې ټرمپ هڅه کوي د امریکایي پوځ د ماتې له امله د جګړې فشار پټ کړي او د عامه افکارو د غولولو لپاره تبلیغات وکړي.

په بیان کې راغلي چې ټرمپ ادعا کړې چې امریکایي بېړۍ د هرمز تنګي څخه تېرې شوې دي؛خو د ایران په وینا امریکایي بېړۍ د هدف ګرځېدو له وېرې تر زرو کیلومترو زیاتې لرې شوې دي.

سپاه پاسداران همدارنګه د ټرمپ هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې ایران د توغندیو توغول کم کړي دي او ویلي یې دي چې اوس لا هم قوي توغندي کاروي چې د سرګلولو وزن یې له یو ټن څخه زیات دی.

په بیان کې ویل شوي چې په اسرائیلو کې دوامداره اضطراب، په پناه ځایونو کې او په هوايي ډګرونو کې ګڼه‌ګوڼه د هغه رژیم د واقعي وضعیت ښکارندويي کوي.

سپاه پاسداران زیاتوي چې ټرمپ ونه توانېد د ایران په دننه کې ټولنیز سقوط رامنځته کړي او د اسلامي نظام پر ضد خلک را وپاروي.

سپاه ویلي، چې ټرمپ هڅه کړې چې د ایراني قومندانانو په شهادت سره به ایران تسلیمېدو ته اړ کړي؛ خو دا هڅه یې هم ناکامه شوه.

د سپاه په وینا، د نوي رهبر ټاکنه او د جګړې اغېزمن مدیریت د ټرمپ هغه هڅې ناکامې کړې چې غوښتل یې په ایران کې اسلامي انقلاب له منځه یوسي.

په بیان کې ادعا شوې چې د ایران ځواکونو د سیمې په بېلابېلو برخو کې لس پرمختللي امریکایي رادارونه او ګڼ شمېر قیمتي بې‌پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.

سپاه پاسداران وايي چې د دښمن مهمات ورو ورو کمېږي او هغوی هڅه کوي له جګړې څخه په «باوقاره وتلو» لاره پیدا کړي.
په پای کې ویل شوي: یا به د ټولو لپاره امنیت وي او یا به د هېچا لپاره امنیت نه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button