کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران ټایمز ورځپاڼې په یوه طنزیه تبصره کې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته د پیغور په ډول ویلي:چې په نیویارک کې ښاروال نه شي ټاکلی، د ایران لپاره به څنګه مشر وټاکي؟.
په تبصره کې لیکل شوي، چې ټرمپ حتی ونه توانېد چې د نیویارک په ښار کې د خپلې خوښې ښاروال وټاکي، نو څنګه به وکولای شي د ایران لپاره مشر وټاکي.
د لیکوال په وینا، د ایران د راتلونکي او مشرتابه په اړه پرېکړه د ایران د خلکو حق دی او هېڅ بهرنی سیاستوال باید د هغې په اړه پرېکړه ونه کړي.
په تبصره کې په طنزي ډول ټرمپ ته ویل شوي چې د داسې څرګندونو پر مهال باید لږ شرم هم ولري، ځکه د لیکوال په باور هغه په وروستیو سیاسي شخړو کې له ماتې سره مخ شوی او له سختو فشارونو څخه تېرېږي.


















