کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د انرژۍ د روان بحران د مهار لپاره یو لړ بېړني اقدامات اعلان کړي دي.
د پرېکړې له مخې به په هېواد کې ښوونځي د دوو اونیو لپاره تړل کېږي، د دولتي موټرو ۶۰ سلنه به له سړکونو وایستل شي او د سون توکو امتیازونه به ۵۰ سلنه راکم شي.
چارواکي وايي، نیمایي دولتي کارکوونکي به له کوره کار کوي او دولتي دفترونه به په اونۍ کې یوازې څلور ورځې فعالیت ولري.
د دوی په وینا، دا اقدامات د سون توکو د سپما او د انرژۍ د محدودو زېرمو د ښه مدیریت لپاره شوي، ځکه د نړیوالو بیو لوړېدو او د سیمې جګړو د پاکستان پر اقتصاد فشارونه زیات کړي دي.


















