الماس خدرخيل
پوښتنه: ولې د هرمز تنګی په دې نوم نومول شوی؟
ځواب: د هرمز تنګی د «هرمز» په نوم د یوې عربي پاچاهۍ په نوم نومول شوی چې په لسمه پېړۍ کې موجوده وه. دا پاچاهي له بحرین څخه د الاحساء له لارې تر مسندم پورې غځېدلې وه او د عمان ځینې برخې او د خلیج ختیځ ساحلي سیمې یې هم رانغاړلې وې. دغه پاچاهي د خپل ډېر شتمنۍ او هند ته د اسونو د صادراتو له امله مشهوره وه. دا سلطنت شاوخوا پنځه پېړۍ دوام وکړ، او تر اوسه هم د ایران ساحل ته نږدې یوه ټاپو د همدې نوم (هرمز) په نوم یادیږي.
پوښتنه: هرمز څه معنی لري؟
ځواب: هرمز د «د خرماوو ځای» معنی ورکوي، ځکه دا سیمه د خرماوو د ونو په ډېرښت مشهوره ده. ځینې نور بیا باور لري چې دا نوم له «هورمز» څخه اخیستل شوی چې معنی یې «خلیج» ده.
پوښتنه: له دې وړاندې تنګي ته څه ویل کېدل؟
ځواب: په تاریخي سرچینو کې د دې تنګي لپاره بل مشخص نوم نه دی یاد شوی، خو د تنګي دواړو غاړو ته د مېشتو سیمو او استوګنو په اړه ځینې یادونې شته.
پوښتنه: پر دې تنګي د چا حاکمیت دی؟
ځواب: د هرمز تنګی یو نړیوال تنګی بلل کېږي چې د لوړو سمندري اوبو یوه برخه (د عمان خلیج/عرب سمندر) له بلې برخې (خلیج) سره نښلوي. د ملګرو ملتونو د سمندري قوانینو د کنوانسیون له مخې (دریمه برخه، مادې ۳۷–۴۴) دا تنګی د «تېرېدونکي تګ راتګ» تر نظام لاندې دی.
ټولو بېړیو او الوتکو (حتی جنګي بېړیو) ته حق ورکول کېږي چې عادي حالت کې پرته له خنډه ترې تېر شي.
ساحلي هېوادونه (ایران او عمان) نشي کولای دا تګ راتګ وځنډوي یا یې خنډ کړي.
دا نظام د سیمهییزو اوبو د «بېضرره تېرېدو» ځینې محدودیتونه له منځه وړي.
ایران د ملګرو ملتونو د سمندري قوانینو کنوانسیون لاسلیک کړی خو تصویب کړی یې نه دی، او په تاریخي ډول یې یوازې د «بېضرره تېرېدو» حق یاد کړی، چې نسبتاً محدود حق دی او په ځینو حالاتو کې تنظیم یا ځنډېدلی شي. له همدې امله ځینې حقوقي اختلافونه رامنځته شوي دي. امریکا هم دا کنوانسیون نه دی تصویب کړی، خو «تېرېدونکی تګ راتګ» د نړیوال عرفي قانون برخه ګڼي او د سمندري ازادۍ اصل پلي کوي.
پوښتنه: بېضرره تېرېدل څه ته وایي؟
ځواب: «بېضرره تېرېدل» د ملګرو ملتونو د سمندري قوانینو په کنوانسیون کې یو حقوقي مفهوم دی چې له مخې یې د بهرنیو بېړیو لپاره اجازه وي چې د یو هېواد له سیمهییزو اوبو څخه تېرې شي، خو دا تګ باید سولهییز وي او د ساحلي هېواد امنیت او نظام ته زیان ونه رسوي.
د دې اصل له مخې:
تګ باید پرلهپسې او چټک وي او بې ضرورته تم کېدل پکې نه وي.
د ساحلي هېواد امنیت ته ګواښ ونه لري.
د ساحلي هېواد حاکمیت او ګټې زیانمنې نه کړي.
پوښتنه: ایا ایران د عمان پر حاکمیت ننګونه کوي؟
ځواب: د ایران سپاه پاسداران ادعا کوي چې پر ټول هرمز تنګي پوځي یا عملیاتي کنټرول لري، یعنې د اړتیا په صورت کې کولای شي هلته قواعد عملي کړي، حتی د عمان پر لوري هم د فشار یا ګواښ له لارې. خو دا د عمان پر خاوره د رسمي حاکمیت اعلان نه ګڼل کېږي، بلکې تر ډېره د ځواک ښودلو او د احتمالي جګړې پر مهال د بازدارۍ یوه بڼه ده. تر اوسه داسې کومه سرچینه نشته چې ګواکې ایران په رسمي ډول د عمان برخه خپله بللې وي.
پوښتنه: د هرمز تنګي د تړلو په اړه د عمان دریځ څه دی؟
ځواب: د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر پیل پورې د عمان سلطنت داسې کوم ښکاره او مستقیم رسمي بیان نه دی خپور کړی چې د ایران د سپاه پاسداران د هغو ادعاوو په اړه وي چې ګواکې پر ټول هرمز تنګي بشپړ کنټرول لري یا یې د تړلو ګواښ کړی.
د عمان حکومت عموماً بېطرفه دریځ لري او هڅه کوي د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ په روان کړکېچ کې د منځګړیتوب رول ولوبوي، د دیپلوماتیکو حللارو، د تاوتریخوالي د کمولو او د نړیوال قانون د درناوي ملاتړ کوي.


















