سپاه پاسدران: پر دښمن به د اورونو طوفان لا ګړندی شي

کابل ټکی کام (سې شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د سپاه پاسدران ځواکونو ویاند په یوه تازه بیان کې اسرائیلو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې پر دښمن به د درنو بریدونو لړۍ لا هم دوام ولري.

د نوموړي په وینا: «زموږ پیغام دښمن ته دا دی چې لا هم د اورونو یو ستر طوفان ستاسو پر لوري در روان دی او سخت بریدونه به دوام وکړي.

هغه زیاته کړې، چې د بن ګوریون هوايي ډګر څخه د تېښتې پر مهال د صهیونیستانو ګڼه‌ګوڼه د دې رژیم د سختو او خرابو شرایطو څرګندونه کوي.

د نوموړي په خبره، «شېبه په شېبه به پر تاسو کړۍ نوره هم تنګه شي او د تنګو او تیارو پناه ځایونو ته تښتېدل به ستاسو ورځنی عادت شي.

د سپاه ویاند وویل: «زموږ په رګونو کې وینه نوې خوځښت موندلی، موږ د خپل هېواد پر ضد د یرغلګرو سره جګړې ته بېړه لرو او د فولادي ارادې څښتنان یو.

هغه ټینګار وکړ،چې د ایران ځواکونه به په خپل ټول توان د خپلې خاورې ساتنه کوي او دښمن به سخت برخلیک سره مخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button