ایران د سعودي پر الامیر سلطان هوايي اډه برید کې ۵ امریکايي د سون‌توکو الوتکې زیانمنې کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د وال سټریټ ژورنال د راپورونه له مخې، ایران د سعودي عربستان پر الامیر سلطان هوايي اډې دقیق برید کړی چې له امله یې د امریکا پنځه د سون‌توکو رسولو الوتکې پر ځمکه زیانمنې شوې دي.

وال سټریټ ژورنال ليکلي، یادو الوتکو ته درانه زیانونه اوښتي، خو په بشپړ ډول له منځه نه دي تللې.

په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې په دغه برید کې کومه مرګ‌ژوبله نه ده ثبت شوې، خو د پوځي تجهیزاتو د زیان کچه د پام وړ بلل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د امریکايي د سون‌توکو الوتکو د زیانمنېدو او له منځه تلو شمېر مخ پر زیاتېدو ښودل کېږي.

د راپور له مخې، له دې پېښې وروسته د هغو امریکايي د سون‌توکو الوتکو ټولیز شمېر چې په وروستیو بریدونو کې یا له منځه تللې او یا زیانمنې شوې دي، لږ تر لږه اوو ته رسېدلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button