ابوعبیده: د ایران توغندیز بریدونه د فلسطیني ولس زړونه یخوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا ویاند “ابوعبیده” د قدس نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې پر صهیونیستي ریژیم د ایران توغندیز بریدونه هغه ګوزارونه دي، چې د فلسطین د کړیدلي او ټپي ولس زړونه یخوي.

ابو عبیده زیاته کړې، چې د ایران د خلکو له لوري د میلیونونو کسانو پراخ لاریونونه او د جګړې له سختو شرایطو سره سره د مشرانو له ولس سره یوځای لیدل کېدل، د فلسطین د ملاتړ په اړه د ایران د اصولي او ثابت دریځ یو بل څرګند ثبوت دی.

ابوعبیده ټینګار کړی، چې د فلسطین د قضیې ملاتړ د ایران د ولس او مشرانو له بنسټیزو دریځونو څخه دی.

د حماس پوځي ویاند د خپل پیغام په پای کې پر ایران د امریکا او صهیونیستي ترهګر ريژیم روان بریدونه کلکو ټکو غندلي او د ایران اسلامي جمهوریت ته یې په روانه خونړۍ جګړه کې د بشپړې بریا دعا کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button