کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۴ل)
حماس اسلامي غورځنګ یو ځل بیا پر ایران د امریکا او صهیونیستي رژیم بریدونه غندلي او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
حماس ویلي، چې پر ایران روان بریدونه د سیمې او نړۍ امنیت او سوله له جدي ګواښ سره مخ کوي او د اسلامي امت ګټه دا ایجابوي چې دا جګړه سمدستي ودرول شي.
دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې ایران حق لري د روانو بریدونو پر وړاندې د نړیوالو اصولو او مروجو قوانینو له مخې له ټولو شته وسیلو کار واخلي او ځواب ورکړي.
حماس همداراز له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې ژر تر ژره مداخله وکړي څو جګړه ودرول شي.
په پای کې حماس ویلي، باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ژبه عملي بڼه غوره کړي څو جګړه پای ته ورسېږي او د سیمې ثبات خوندي شي.


















