کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي، د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امریکا سفارت د توغنديز برید هدف ګرځېدلی دی.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، توغول شوي توغندي د سفارت په هغه ځای لګېدلی چېرې چې چورلکې کښته کېږي.
تر اوسه د دې پېښې له امله د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
بل لور ته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په عمان کې د بېړنیو امریکایي کارکوونکو پرته نورو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي خطرونو له امله ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.


















