ملي دفاع وزارت: د مشرقي زون فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان یوه پوسته نیول شوې، ۱۴ عسکر وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د پاکستان د پوځي رژیم د وروستیو بریدونو او جنایتونو په غبرګون کې افغان دفاعي ځواکونو د مشرقي زون د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کونړ او ننګرهار ولایتونو اړوند سیمو کې عملیات کړي دي.

د وزارت په وینا، په دغو عملیاتو کې د پاکستان د پوځ یوه پوسته د افغان ځواکونو له لوري فتحه شوې ده.

وزارت زیاتوي چې په یادو نښتو کې د پاکستان د پوځ ۱۴ عسکر وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې د پاکستان د پوځ یو زرهدار ټانګ او یو انټرنېشنل موټر هم په بشپړ ډول ویجاړ او له منځه وړل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button