کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۴ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ “حزب الله” اعلان کړی، چې د لبناني ولس د دفاع په موخه یې نن سهار د صهیونیستي رژیم د پوځیانو پر یوې غونډې توغندیز بریدونه کړي دي.
د حزب الله په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه بریدونه د سرحدي ښارګوټي «مارون الراس» کې ترسره شوي، چې پکې د اسرائیلي پوځیانو د راټولېدو ځای په نښه شوی دی.
حزب الله ټینګار کړی، چې دا عملیات د لبنان د خاورې او خلکو د دفاع په چوکاټ کې ترسره شوي دي.
تر اوسه د یاد برید د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه د صهیونیستي رژیم له لوري رسمي دریځ نه دی څرګند شوی.


















