ډونالډ ټرمپ: يو شمېر هېوادونه به د هرمز تنګي د خوندي ساتلو لپاره جنګي بېړۍ واستوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۴ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د هرمز تنګي د خلاص او خوندي ساتلو لپاره به یو شمېر هېوادونه د امریکا په همغږۍ جنګي بېړۍ سیمې ته ولېږي.

نوموړي په تروث سوشال کې لیکلي چې هغه هېوادونه چې د ایران له خوا د هرمز تنګي د تړلو له هڅې اغېزمن شوي، غواړي په ګډه د دې مهم سمندري مسیر امنیت تأمین کړي.

ټرمپ ادعا کړې چې امریکا د ایران پوځي وړتیاوې په بشپړه توګه له منځه وړي، خو ویلي یې دي چې ایران بیا هم کولی شي د بې‌پیلوټه الوتکو، ماینونو یا لنډ واټن توغندیو له لارې په دې سمندري لاره کې ګواښ رامنځته کړي.

هغه همداراز پر چین، فرانسه، جاپان، سویل کوریا او بریتانیا غږ کړی چې د هرمز تنګي د امنیت لپاره خپلې بېړۍ سیمې ته واستوي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا به په همدې حال کې د ایران پر ساحلي سیمو خپل بریدونه دوامدار وساتي او د ایران کښتۍ او پوځي بېړۍ به له منځه یوسي.

ټرمپ ټینګار کړی چې هرمز تنګي به ډېر ژر په هر ډول ممکنه لاره خلاص، خوندي او ازاد وساتل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button