کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر مهم بندري ښار حیفا لسګونه توغندي توغولي دي.
ویل کېږي دغه بریدونه د ښار پر بېلابېلو هدفونو ترسره شوي، چې له امله یې په سیمه کې د خطر زنګونه وهل شوي او خلک خوندي ځایونو ته تللي دي.
تر اوسه د یادو بریدونو د احتمالي زیانونو او مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو صهیونیستي رسنیو د ښار په ځینو برخو کې د هوايي دفاع سیستمونو د فعالېدو خبر ورکړی دی.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي او جګړه د پراخېدو په حال کې ده.


















