کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۴ل)
پښتون سیاستوال افراسیاب خټک ویلي، چې په کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستان هوایي برید د ناروغانو د وژلو یو ښکاره بې ګناه قتل عام دی.
نوموړي د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او دا برید یې د نړیوالو بشري اصولو سرغړونه بللې ده.
خټک ټینګار کړی چې روغتونونه هدف ګرځول هر ځای کې جرم دی او نړیواله ټولنه باید پر دې موضوع جدي پام وکړي او لازم اقدامات ترسره کړي.
















