کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران وسله والو ځواکونو د «ریښتینې ژمنې» عملیاتو په دوام پر اسرائیلو پراخ او سخت بریدونه پیل کړي دي.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د صهیونیستي رژیم په پلازمېنه تل ابیب کې د پوځ د قوماندې مرکز او د موساد مرکزي ودانۍ په نښه شوې دي.
همدارنګه ویل کېږي، چې د حیفا په بندري ښار کې د تېلو د تصفیې خونې هم د دغو بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
ایراني چارواکو ویلي، چې دا بریدونه د اسرائیلو د وروستیو اقداماتو په ځواب کې ترسره شوي او که بریدونه دوام ومومي، نور هدفونه به هم په نښه کړي.


















