انصارالله د علي لاریجاني او غلام رضا سلیماني له وژل کېدو وروسته له اسلامي هېوادونو غوښتي چې د ایران ملاتړ وکړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د يمن انصار الله سیاسي دفتر د ایران د دوو لوړپوړو چارواکو، علي لاریجاني او غلام رضا سليماني د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې هغوی په روانه جګړه کې وژل شوي دي.
انصار الله دغه پېښه د ایران لپاره لویه ضایعه بللې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دواړه مشران د ایران د نظام مهم شخصیتونه وو او د دوی وژل کېدل به د ایران د دریځ پر پیاوړتیا اغېز ونه کړي او ټینګار يې کړی چې دا ډول پېښې به د دوی په وینا د “مقاومت” بهیر لا پیاوړی کړي.
انصار الله همداراز له اسلامي هېوادونو غوښتي چې د ایران ترڅنګ ودرېږي او د سیمې په روانو تحولاتو کې د هغه هېواد ملاتړ وکړي.



