د ریښتینې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو پر اسرائیلو پراخ عملیات پیل کړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې د ایران له لوري د «ریښتینې ژمنې» عملیاتو په دوام کې، د دغه هېواد ځواکونو پر اسرائیلو پراخ او ځپونکي بریدونه پیل کړي دي.

د ایراني سرچینو په وینا، په دې نوې څپه کې د پرمختللو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له لارې مهم پوځي او ستراتیژیک اهداف په نښه شوي دي.

ویل کېږي، چې د اسرائیلو د هوايي دفاع سیستمونو د دې بریدونو د مخنیوي هڅه کړې، خو ګڼ توغندي خپلو هدفونو ته رسېدلي دي.

د راپورونو له مخې، یاد بریدونه د هغو وروستیو پېښو په غبرګون کې ترسره کېږي، چې ایران یې د امریکا او اسرائیلو له لوري «تحریکوونکي اقدامات» بولي.

بل لور ته اسرائیلي چارواکو تر اوسه د بریدونو د بشپړ جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د اضطراري حالت اعلان او د خلکو د خونديتوب لپاره تدابیر زیات شوي دي.

کارپوهان وایي، که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ښايي سیمه له لا پراخې بې‌ثباتۍ سره مخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button