د رؤیت هلال مرکزي هیئت خبرتیا؛ د شوال میاشتې د لېدلو لپاره نن مازدیګر سرتاسري هڅې کېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د رؤیت هلال مرکزي هیئت د یوې مهمې خبرتیا له مخې، د افغانستان په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې اړوند مسؤولینو ته لارښوونه شوې چې نن چهارشنبه د مازدیګر لمانځه وروسته د شوال میاشتې (کوچني اختر) د لېدلو لپاره چمتووالی ونیسي.
په خبرتیا کې ویل شوي چې ټاکل شوي کسان دې په هغو سیمو کې حضور ولري چې د میاشتې د لېدلو امکان پکې زیات وي.
د خبرتیا له مخې، د رؤیت هلال هیئتونو مسؤولین او مؤظف کسان مکلف دي چې د میاشتې د لېدلو لپاره له هرې ممکنې لارې په ډېر دقت هڅه وکړي، څو د شوال میاشتې د پیل په اړه کره معلومات ترلاسه شي.
همداراز ټینګار شوی چې د میاشتې د لېدلو یا نه لېدلو په اړه دې ټول معلومات د ولایتي محاکمو له لارې د رؤیت هلال مرکزي هیئت ته وسپارل شي، څو وروستۍ پرېکړه د سترې محکمې د اړوندو ادارو له لوري په رسمي ډول اعلان شي.



