افغان حکومت د «رد الظلم» دفاعي عملیاتو لنډمهاله توقف اعلان کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیحالله مجاهد” اعلان کړی، چې د «رد الظلم» دفاعي عملیات به په لنډمهاله ډول ودرول شي.
نوموړي ویلي، دا پرېکړه د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت او همداراز د یو شمېر اسلامي هېوادونو د غوښتنې له مخې شوې ده. د ده په وینا، سعودي عربستان، د ترکیې جمهوریت او د قطر دولت د منځګړیتوب په چوکاټ کې د عملیاتو د موقتي درولو غوښتنه کړې وه.
په اعلامیه کې راغلي، چې اسلامي امارت د یادو دوستو او منځګړو هېوادونو له نېک نیت څخه مننه کوي او د سولې او ثبات لپاره یې هڅې ستایي.
ذبیحالله مجاهد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د افغانستان د ملي امنیت، حاکمیت او د خلکو د ژوند خوندیتوب خپل اساسي مسؤلیت ګڼي او که هر ډول ګواښ رامنځته شي، نو په کلکه به یې ځواب ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې دا لنډمهاله توقف د اختر د ورځو په درناوي او د سیمهییزو هڅو په پایله کې اعلان شوی دی.



