د ریښتینې ژمنې عملیاتو ۶۸ څپه؛ ایراني ځواکونو پر اسرائیلو پراخ بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۴ل)

د « ریښتینې ژمنې ۴» عملیاتو په ۶۸ څپه کې د ایران وسله والو ځواکونو اسرائیلو کې ۸۰ هدفونه په بریالیتوب سره په نښه کړي دي.

د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک” سپاه پاسداران” اعلان کړی، چې د «وعده صادق ۴» عملیاتو د ۶۸ مې څپې په دوام کې یې د اشغالي فلسطین په جنوبي او مرکزي سیمو کې ۸۰ پوځي او لوژستیکي هدفونه په نښه کړي دي.

د یادې اعلامیې له مخې، په نښه شویو سیمو کې ریشون لتسیون او رمله (مرکز)، ایلات (جنوب)، او رمات ګان او بني براک (د تل ابیب ختیځ) ترڅنګ بت یام او حولون (د تل ابیب جنوب) شامل دي.

سپاه زیاتوي، چې دا بریدونه د دقیقو نقطه‌زن توغندیو، څو سرګلولو لرونکو سیستمونو او ځانمرګو بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button