ایراني ځواکونو د امریکا F-35 الوتکه ویشتلې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد ځواکونو د امریکا F-35 الوتکه ویشتلې ده.

سي‌ان‌ان تلویزیوني شبکې هم د دوو باخبره سرچینو له قوله ویلي، چې دغه الوتکه تر هغه وروسته د ایراني ځواکونو له لوري وویشتل شوه، چې د منځني ختیځ یوې امریکایي اډې ته پر لاره وه.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند هم ویلي، چې دا پنځم نسل پټه الوتکه د ایران پر سر په یو «جنګي ماموریت» بوخته وه، چې له پېښې وروسته یې بیړنۍ ناسته ترسره کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button