ایران یوځل بیا قطر کې د ګازو تأسیسات په نښه کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۴ل)
د قطر په شمال کې د پنجشنبې سهار یو ځل بیا صنعتي تاسیسات د ایراني بالستیک توغندیو هدف ګرځېدلي دي.
دا بریدونه یوازې څو ساعته وروسته له لومړي برید ترسره شوی، چې پکې پراخ مالي زیانونه اوښتي وو.
د قطر دولتي شرکت «قطر انرژي» ویلي، چې د “راس لفان” په سیمه کې د مایع طبیعي ګازو پر تاسیساتو تازه بریدونه شوي، چې له امله یې پراخ اورونه بل شوي او مالي زیانونه یې اړولي دي.
د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د قطر د دفاع وزارت په دوحه کې تایید کړې، چې دا سیمه د بالستیک توغندیو له لوري په نښه شوې، خو د توغندیو شمېر او د هوايي دفاع له خوا د شنډ شوو توغندیو په اړه یې جزئیات نه دي شریک کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ایران دولتي رسنیو تر دې وړاندې د اسراییلو له خوا د جنوبي پارس ګازو تأسیساتو باندې تر برید وروسته، د قطر “راس لفان” تاسیسات د احتمالي هدف په توګه یاد کړي وو.



