کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۴ل)
والسټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غواړي د ایران د انرژۍ پر زېربناوو نور بریدونه ترسره شي.
د راپور له مخې، دا دریځ وروسته له هغه نیول شوی چې اسراییلو د سوېلي پارس پر ګازي ساحه برید وکړ.
رویټرز زیاته کړې، چې ټرمپ له یاد برید مخکې خبر و او ملاتړ یې ځکه کړی و، څو تهران ته د هرمز تنګي د تړلو په اړه یو واضح پیغام ورکړي.


















