کونړ کې پر روغتیايي موټر د پاکستاني پوځي رژيم عسکرو برید کې یوه ډاکټره او زوی شهيدان شوي، ۵ تنه لادرکه دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د کونړ ولایت له ناړۍ ولسوالۍ راپورونه وایي، چې د بريکوټ په سیمه کې د پاکستاني پوځي رژيم عسکرو د برید له امله یوه ښځینه ډاکټره اونځرا زوالزۍ او د هغې زوی میهن شهيدان شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې د پېښې له ځای سره نږدې پاکستاني عسکر پر هغو کسانو هم ډزې کوي چې غواړي جسدونو ته ورنږدې شي.
د معلوماتو له مخې، دغه برید د ناړۍ ولسوالۍ د دوکلام باغچې په سیمه کې د روغتیايي کارکوونکو پر یوه لېږدوونکي موټر شوی، چې د مرمۍ له لګېدو وروسته ياد موټر سیند ته غورځېدلی او په دې پېښه کې یوه ښځینه روغتیاپاله شهيده، بله ټپي شوې او پنځه تنه نور لادرکه دي.
دا برید داسې مهال شوی، چې د اختر په مناسبت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سعودي عربستان، ترکیې او قطر په منځګړیتوب اوربند اعلان شوی و، خو د راپورونو له مخې بیا هم د کونړ په ناړۍ او مرورې ولسوالیو د پاکستاني پوځي رژيم توپچي بریدونه شوي دي.



