طاهر خان: خیبر پښتونخوا کې د اختر پر سر اختلاف؛ بېلابېلو اعلانونو د خلکو تر منځ وېش رامنځته کړی

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو راپورونه وایي، چې د کوچني اختر د ورځې په اړه د جوماتونو متضادو اعلانونو خلک حتی په یوه ښار، ټاون او کلي کې سره وېشلي دي.
پاکستانی خبریال طاهر خان ليکي، په پېښور او مردان کې لومړی د مارچ ۲۰مه د اختر ورځ اعلان شوه، خو وروسته دغه اعلان بېرته لغوه شو او د سپوږمۍ د لیدلو شاهدۍ ناسمې وبلل شوې.
نوموړی زياتوي، د یوه ښار په بېلابېلو سیمو کې جلا جلا اعلانونو د خلکو تر منځ ګډوډي او اختلاف رامنځته کړی په وينا يې د مرکزي رؤیت هلال کمېټې پرېکړې نه منل دا ستونزې پيدا کړي او لکه څنګه چې په افغانستان، هند او بنګلهدېش کې د مرکزي سیستم له مخې د اختر اعلان کېږي هغه ډول اتفاق او يووالی شتون نه لري.
راپور زیاتوي، چې د دې اختلاف له امله په ځینو سیمو کې خلک حتی یو بل ته د اختر مبارکي هم نه شي ورکولای، ځکه په یوه کلي کې ځینې اختر کوي او نور لا هم دېرشمه روژه نیسي.
همداراز، په ځینو ځایونو کې اعتکاف ته ناست کسان بېرته جوماتونو ته ورغوښتل شوي او طاهرخان ويلي چې یو سیاسي مشر هڅه کړې چې دا ځانګړې مذهبي موضوع سیاسي کړي.



