کونړ کې د اوربند سربېره د پاکستاني پوځي رژیم د هاوان او توپچي مرمیو بریدونه پر ملکي سیمو دوام لري

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ کب، ۱۴۰۴ل)

د کونړ امنیه قوماندانۍ وایي، د پاکستاني پوځي رژيم له لوري نن يو ځل بيا د دې ولایت په یو شمېر سرحدي سیمو د هاوان او توپچي درنې مرمۍ ویشتل شوې دي.

د یادې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان ویلي، چې له تېرې شپې راهیسې شاوخوا ۲۵ ځله بریدونه ترسره شوي، چې تر ټولو ډېر زیان یې د ناړۍ ولسوالۍ اړوند برېکوټ او دوکلام سیمو ته اوښتی او د ملکي وګړو کورونه یې په نښه کړي دي.

د معلوماتو له مخې، دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د کوچني اختر د ورځو او د ځینو هېوادونو په غوښتنه له پاکستان سره اوربند اعلان شوی و. چارواکي وایي، د وروستیو بریدونو دوام ښيي چې پاکستاني لوری له اوربند او انساني اصولو ته ژمنتیا نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د ناړۍ ولسوالۍ د دوکلام باغچې په سیمه کې د روغتیايي کارکوونکو پر یوه لېږدوونکي موټر پاکستاني ځواکونو د توپونو ډزې کړې وې چې يوه ښځينه ډاکټره او د هغې کوچنی زوی پکې شهيدان او يو موټر سیند ته غورځېدلی و چې پکې پنځه تنه نور لادرکه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button