سپاه پاسدران: د جګړې توازن د ایران په ګټه بدل شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د سپاه پاسدران ویاند ویلي، چې د جګړې دوام به د دښمن پر هغو اډو نور ویجاړۍ راولي، چې لا له وړاندې ویجاړې شوې او د بیا رغونې وړ نه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ځواک توازن چې له مخکې بدل شوی و، اوس یې اغېز د «مرګ د سایرنونو» په بڼه اورېدل کېږي.

د ده په وینا، د دښمن د ماتې یوازینۍ لاره مقاومت دی او جګړه به تر هغه وخته دوام وکړي، څو د ایران پر خاوره د تېري پلانونه موجود وي.

هغه ټینګار کړی، چې د ایران د بریدیزو او دفاعي عملیاتو دقیق او بې‌ساری تطبیق ښيي، چې ایران د برلاسي دی او د دښمن په لیکو کې پراخ حضور لري

مربوطه مطالب

Back to top button