جنرال یحیی سریع: په تېرو ۲ اونیو کې مو ګڼ صهیونیستي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وری، ۱۴۰۵ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند، “جنرال یحیی سریع” وایي، چې د تېرو دوو اوونیو په موده کې یې د صهیونیستي اهدافو پر وړاندې پراخ او دوامداره عملیات ترسره کړي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو عملیاتو کې بالستیک، کروز توغندي، او همداراز انهدامي بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې، چې د اشغالي سیمو په بېلابېلو برخو کې یې مهم پوځي او لوژستیکي هدفونه په نښه کړي دي.

یحیی سریع زیاتوي، چې د دغو بریدونو په ترڅ کې یو شمېر ستراتېژیک ځایونه، لکه پوځي اډې، د رادار سیستمونه او نور حساس تأسیسات ویشتل شوي دي.

هغه ټینګار کړی، چې دا عملیات د ایران او فلسطین د ملاتړ او د سیمې د وروستیو تحولاتو په غبرګون کې ترسره کېږي او خبرداری یې ورکړی،چې که جګړه دوام وکړي، نو بریدونه به لا پراخ او شدید شي.

مربوطه مطالب

Back to top button