کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې د ایران وسله والو ځواکونو نن سهار وختي کویت د «مینه الاحمدي» د تېلو پر تصفیهخانې د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې له امله یې په سیمه کې اور لګېدلی دی.
بل لور ته، اسراییلو هم پر تهران نوي هوايي بریدونه ترسره کړي، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
تر اوسه د دواړو بریدونو د مرګژوبلې او دقیقو زیانونو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي، خو راپورونه ښيي چې وضعیت ورځ تر بلې لا پسې ترینګلی کېږي.


















