کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) اعلان کړی، چې د «ریښتینې ژمنې ۴» عملیاتو په ۷۴مه څپه کې یې سیمه پر امریکايي اډو پراخ او ځپونکي بریدونه پیل کړي دي.
د یاد ځواک په وینا، دغه بریدونه د مخکې طرحه شوو سناریوګانو له مخې، د نوو تکتیکونو او پرمختللو وسلو په کارولو سره ترسره کېږي.
سپاه پاسداران ویلي، چې د «پاچا سلطان» امریکايي اډه، د امریکا پنځم سمندري بېړۍ (فلیټ) او د «کومله» په نوم د “ترهګرو پټنځای” د «عماد»، «فاتح» او «قیام» توغندیو او بریدګرو بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه شوي دي.
دوی همداراز ادعا کړې، چې د تل ابیب، پتاح تیکوا، حولون او رامات ګان ښارونو کې پوځي اډې او امنیتي مرکزونه له نن سهار راهیسې ۷ ځله هدف ګرځول شوي او په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د اعلامیې له مخې، دغه اهداف د «قدر»، «خیبرشکن» او «خرمشهر ۴» درنو او دقیقو توغندیو په وسیله په مستقیم ډول په نښه شوي دي.
سپاه پاسداران زیاتوي، چې د امریکا د مرکزي قوماندې (سنتکام) مشرتابه کې ګډوډي او په لویدیځه اسیا کې د امریکا او اسرائیلو د څو پوړیز دفاعي سیستمونو سقوط، د جګړې معادله د ایران په ګټه بدله کړې ده.
همداراز ویل شوي، چې د ایران د وسلهوالو ځواکونو د “ ځېرکو او دقیقو اقداماتو” له امله د امریکا د وسلو د ملاتړ سیستمونه ګډوډ شوي او دې چارې هم د جګړې په توازن کې د ایران په ګټه بدلون راوستی دی.


















